Asset 1SWN

توماس وېسټ له هندي چارواکو او عبدالله عبدالله سره لیدلي

U.S.-Special-Representative-Thomas-West-pyram90mmkdbs0yc77jydidpebqaqpphw22d8ltr48

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس وېس هند ته د خپل سفر پر مهال د دغه هېواد له چارواکو او د افغانستان د ملي روغې جوړې عالي شورا له مخکیني رییس عبدالله عبدالله سره کتلي دي.

وېسټ نن سه‌شنبه د لیندۍ ۱۵مه پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې د هند د بهرنیو چارو وزارت له ویاند او د دغه هېواد د ملي امنیت شورا له مرستیال سره یې افغانستان کې د هند او امریکا د ګډو ګټو په اړه خبرې کړې دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ویلي چې امریکا د هند له ملاتړ او د افغانانو اساسي حقونو ته د ژمنتیا له امله له دغه هېواد مننه کوي.

په ورته مهال توماس وېسټ زیاته کړې چې د مخکیني ملي یووالي حکومت پر مهال د ملي روغې جوړې عالي شورا رییس عبدالله عبدالله سره یې کتلي او د افغانانو ترمنځ یې په بېړنۍ توګه د ملي او سیاسي خبرو د اړتیا په اړه خبرې کړې دي.

وېسټ همداراز ټينګار کړی چې نړیواله ټولنه پر دې یوه نظر ده چې دغه خبرې باید افغانان رهبري کړي او مشري یې دوی په خپله وکړي.

سلام‌وطندار پر ټوېټرپاڼه هم وڅارئ

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس وېسټ جاپان ته هم سفر کړی او ټاکل شوې چې عربي متحده اماراتو ته هم سفر وکړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام