Asset 1SWN

عبدالله عبدالله له توماس وېسټ سره ټیلیفوني خبرې کړي

تصویر: د عبدالله عبدالله فېسبوک‌پاڼه

د مخکي حکومت پرمهال د ملي روغې جوړې عالي شورا رییس عبدالله عبدالله نن (دوشنبه، لړم نهمه) پر خپله فېسبوک‌پاڼه لیکلي چې د افغانستان لپاره د امریکا له ځانګړي استازي توماس وېسټ سره یې ټیلیفوني خبرې کړې دي.

عبدالله عبدالله په دې ټیلیفوني اړیکه کې له افغانانو سره د امریکا له دوامداره بشردوستانه مرستو څخه مننه کړې ده.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

په ورته مهال دواړو لوریو له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځیو پرانېستل د افغانانو اړتیا بللې او ټينګار یې کړی چې د شته ستونزو د حل او هېواد کې د سولې ټنګښت لپاره ملي خبرو ته چې د ملي یووالي لامل کېږي، اړتیا ده.

عبدالله لیکلي، توماس وېسټ ډاډ ورکوی چې له افغانانو به خپل ملاتړ ته دوام ورکوي. د یادونې وړ ده چې توماس وېسټ څو ورځې وړاندې له پخواني ولسمشر حامد کرزي سره هم ټیلیفوني خبرې کړې وې.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

په دغه ټیلیفوني اړیکه کې دواړو لوریو د افغانستان پرمختګ او له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځيو پر بیاپرانېستلو ټينګار کړی وو.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام