Asset 1SWN

۱۳۹۹ ښوونيز کال په نمايشي ازموينو پای ته رسېږي

_113919847_88fba98b-ee8e-481c-8aa3-5af827969840

د کابل ښار د ښوونځیو یو شمېر زده‌کوونکي وايي، د درسي نصاب د نه پشپړېدا له کبله  د ښوونځيو ازموینې په نمایشي ډول اخيستل کېږي. دغه زده‌کوونکي چې ۱۳۹۹ کال درسي نصاب يې نه دی بشپړ شوی، د ازموينو له روان بهيره خوښ نه دي او وايي، پرته له دې چې ښوونيز کال کې څه شی زده‌ کړي، ازموينې ترې اخيستل کېږي.

دوی وايي، انلاین درسونو ګټه نه درلوده او ازموینې یوازې د کتاب له هغو پاڼو اخیستل کېږي چې حضوري درسونو کې یې لوستي دي.

د دغو زده‌کوونکيو په وينا، د درسونو د نه بشپړېدا له کبله ترې ښوونکي ازموينې په سمه توګه نه اخلي، کوم چې به په راتلونکيو کلونو کې زده‌کوونکيو لپاره ښې پایلې ونه لري.

پوهنې وزارت هم مني چې روان کال کې درسي نصاب بشپړ نه دی تطبیق شوی؛ نو ځکه له ټول کتابه ازموينه نه اخيستل کېږي.

د پوهني وزارت ویانده نجیبه ارین وايي چې په راتلونکي کال کې به دغه زيان جبران کړي.

دا په داسې حال کې ده چې په روان کال کې د کورونا ویرس د خپرېدو له کبله ټول ښوونځي وځنډېدل  او له ۵ میاشتو ځنډ وروسته د سنبلې میاشتي په لومړۍ نېټه پیل شول چې د ليندۍ مياشتې تر ۱۵مې نېټې يې دوام وکړ. له ژمنيو رخصتيو وروسته د ښوونيز کال د وروستيو ازموينو اخيستلو لپاره ازموينې د روانې حوت مياشتې پر ۱۰مه ڼېټه پيل او تر اوسه دوام لري.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام