Asset 1SWN

پوهنې وزارت: له ۱ نه تر ۳ ټولګي پورې زده‌کوونکي به جوماتونو کې زده‌کړې کوي

Afghanistan_education-ozgmyjwflg1yts1y4jo2kk4oa8leip89i6a0yjdgus

 

د پوهنې وزارت وايي، د ياد وزارت د تازه طرحې پر بنسټ به له اول نه تر درېيم ټولګي پورې زده‌کوونکي به جوماتونو کې زده‌کړې کوي.

ياد وزارت جوماتونه په خپل تعلیمي ایکو سیسټم کې شامل کړي چې د هغو پر بنسټ د ۱-نه تر ۳ ټولګیو ټول زده کوونکي به خپل تعلیمات په خپلو محلي جوماتونو کې ترسره کوي.

پوهنې وزارت په خپل جوړښت کې د بدلون موخه، د ښوونې او روزنې په سیسټم کې اسلام مرکزي ځای یا رول ولري، ياد کړی دی.

له ياد وزارته په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې« مخکې عمومي تعلیماتو د ټولو لومړنیو او ثانوي تعلیماتو پر وړاندې مسوولیت درلود خو اسلامي تعلیماتو یواځې د دارالحفاظونو او مدرسو د مدیریت پر وړاندې مسوولیت درلود چې دغه وېش یا جلا والی، د اسلام موقف په څنډه کې راوستی و.»

د پوهنې وزارت په وينا، د زده کړې په درېيو لومړنیو کلنو کې، جومات ته تګ به یو پیاوړی اسلامي هویت روښانه او څرګند شي. دغه مهم او لوی بدلون یو عاقلانه پروګرام ته اړتیا لري ترڅو دغه بدلون په تدریجي ډول ګام په ګام تطبیق شي.

اعلاميه زياتوي چې له دې وړاندې د اسلامي تعلیماتو معینیت یواځې د جوړښت له پلوه معینیت و خو د محتوا «صلاحیت او مسوولیت» له نظره یوه کوچنۍ اداره وه.

د پوهنې وزارت همداراز وايي، د اسلامي تعلیماتو نوی عمومي ریاست د صلاحیتونو او مسوولیتونو له پلوه لانور هم بډایه شوی او د عمومي تعلیماتو او دارلحفاظونو او مدرسو ریاستونه یې تر واک لاندې راغلي او د ۱- ۱۲ ټولګیو د تعلیمي خدمتونو د ټول سیسټم پر وړاندې به مسوولیت او صلاحيت ولري.

 

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام