حکومت ته د بامیان معترضان؛ «د صبر کاسه نسکوره ده»!

د بامیان ولایت سلګونه اوسېدونکي چې قومي مشران، مدني فعالان او عام خلک په‌کې وو، نن د دغه ولایت د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د سیمه‌ييز دفتر مخې ته د اعتراض په توګه را ټول شوي وو، حکومت یې د خلکو د امنیت ټینګښت کې پر پاتې راتلو تورن کړ. معترضانو د ننګرهار په سره رود ولسوالي کې هغه ترهګریزه پېښه چې د ګچو کارخونې ۷ کاریګر او د بامیان اوسېدونکي په‌کې ووژل شول، وغندله.

۱۳۹۹ ښوونيز کال په نمايشي ازموينو پای ته رسېږي

د کابل ښار د ښوونځیو یو شمېر زده‌کوونکي وايي، د درسي نصاب د نه پشپړېدا له کبله  د ښوونځيو ازموینې په نمایشي ډول اخيستل کېږي. دغه زده‌کوونکي چې درسي نصاب يې نه دی بشپړ شوی، د ازموينو له روان بهيره خوښ نه دي او وايي، پرته له دې چې ښوونيز کال کې څه شی زده‌ کړي، ازموينې ترې اخيستل کېږي.

حکومت باید د سرپرستۍ فرهنګ پای ته ورسوي

د ولسي جرګې رییس میر رحمان رحماني وايي، حکومت باید نور د سرپرستۍ فرهنګ ته د پای ټکی کېږدي. نوموړي چې د نن د ملي شورا د اوولسمې تقنیني دورې د درېیم کال په پرانېست‌غونډه کې خبرې کولې وویل، حکومت باید د مدیریتي تشې ډکولو او د چارو د ښه تنظیم لپاره نوي نوماندوزیران جرګې ته ور وپېژني.

ولسمشر: د ټاکنو له لارې د واک پر لېږد معامله نه کوو

ولسمشر محمداشرف غني د سولې پروسې د چټکۍ په اړه د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له غوښتنې یوه شپه او ورځ وروسته یو ځل بیا ټینګار وکړ چې د ټاکنو له لارې د واک پر لېږد به معامله نه کېږي. ولسمشر دا څرګندونې نن د ملي شورا د اوولسمې دورې د درېیم کاري کال په پرانېست‌غونډه کې وکړې. هغه وايي، د یوې تلپاتې او رښتینې سولې لپاره چې د افغانستان خپلواکي او د خلکو له لوري د خپل برخلیک ټاکل په‌کې په پام کې ونیول شي، قربانۍ ته تیار دی، خو په وینا یې، له اساسي قانون څخه به تېر نه شي. ولسمشر غني له طالبانو هم وغوښتل چې شعارونه پرېږدي، تاوتریخوالی کم کړي او د سولې مخامخ خبرو ته حاضر شي.

لوګر کې د مېرمنو لاسي صنایعو پراختيا کړې

د لاسي صنایعو په برخه کې د افغان مېرمنو فعالیت د کورنیو تولیداتو د ودې لپاره ګټور بلل کېږي. د ياد ولايت د ښځو چارو ريیسې شیما زرګر سلام‌وطندار ته وویل، د دغه ولایت لسګونه اوزګارو مېرمنو ته یې د خیاطۍ، مُهره دوزۍ او نورو برخو کې روزنه ورکړې او له دې لارې خپلې اقتصادي چارې سمبالوي.

شيما زرګر وویل، اوسمهال مرکز پل‌علم او یو شمېر ولسوالیو کې څه باندې سل مېرمنې د لاسي صنایعو په جوړولو بوختې دي او هڅه کوي چې دغو مېرمنو سره د ظرفیت لوړونې او بازار موندنې برخو کې همکاري وکړي.

هلمند کې موټربم چاودنې د ياد ولايت د ملي امنیت د څارنوالۍ رییس وواژه

هلمند کې ځايي سرچینې وايي، د ياد ولايت مرکز لښکرګاه ښار کې د پولیسو امنيې قومندانۍ ته نيږدې موټربم چاودنه شوې چې په‌کې ۱۰ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

ياد ولايت کې يوه سرچينه چې نه غواړي نوم يې خپور شي وايي، دغې موټربم چاودنه کې د هلمند ولايت د ملي امنیت د څارنوالۍ رییس سید محمود سادات او یو بل کس وژل شوي دي.