هلمند کې ځايي سرچینې وايي، د ياد ولايت مرکز لښکرګاه ښار کې د پولیسو امنيې قومندانۍ ته نيږدې موټربم چاودنه شوې چې پهکې ۱۰ کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.
ياد ولايت کې يوه سرچينه چې نه غواړي نوم يې خپور شي وايي، دغې موټربم چاودنه کې د هلمند ولايت د ملي امنیت د څارنوالۍ رییس سید محمود سادات او یو بل کس وژل شوي دي.
د سرچینې په وينا، پېښه کې د يوې مېرمنې په ګډون ۸ کسان ټپيان شوي هم دي.
چاودنه داسې مهال شوې کله چې د ملي امنیت د څارنوالۍ رییس خپل کاري دفتر ته روان و.
د هلمند د امنیې قومندانۍ ویاند محمد زمان همدرد د دغې پېښې رامنځته کېدل تاییدوي، خو دې برخه کې ډېر جزییات نه ورکوي.
تراوسه کومې وسلهوالې ډلې د پېښې مسوولیت نه دی منلی.