د دفاع وزارت سرپرست پر کور موټر بم برید کې ۸کسان وژل شوي او ۲۰ټپیان دي

د کورنیو چارو وزارت مسوولان وایي چې کابل کې د دفاع وزارت سرپرست بسم‌الله محمدي پر کور د وسله‌والو برید له پنځه ساعته نښتې وروسته پای ته رسېدلې ده. د کورنیو چارو وزارت ویاند میرویس ستانکزی وایي چې د دغې نښتې پر مهال د یوې مېرمنې په ګډون ۸کسان وژل شوي او ۲۰ نور ټپیان شوي دي. ډېری وژل شوي او ټپیان ملکیان دي.

هلمند کې موټربم چاودنې د ياد ولايت د ملي امنیت د څارنوالۍ رییس وواژه

هلمند کې ځايي سرچینې وايي، د ياد ولايت مرکز لښکرګاه ښار کې د پولیسو امنيې قومندانۍ ته نيږدې موټربم چاودنه شوې چې په‌کې ۱۰ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

ياد ولايت کې يوه سرچينه چې نه غواړي نوم يې خپور شي وايي، دغې موټربم چاودنه کې د هلمند ولايت د ملي امنیت د څارنوالۍ رییس سید محمود سادات او یو بل کس وژل شوي دي.

د ننګرهار په شېرزادو کې موټربم چاودنه؛ ۱۴ سرتېري وژل شوي

د ننګرهار چارواکي وايي، نن سهار شاوخوا پنځه بجې د دغه ولایت په شېرزادو ولسوالۍ کې د عامه نظم پر یوې قرارګاه موټربم چاودنه شوې. يوه حکومتي سرچينه چې نه غواړي نوم يې خپور شي سلام‌وطندار ته وايي، په دې چاودنه کې ۱۴ امنيتي ځواکونه وژل شوي او ۴ نور ټپيان دي.

غزني کې موټربم چاودنه کې یو کس وژل شوی او ۷ امنیتي ځواکونه ټپيان دي

 

د غزني د امنیې قومندانۍ ویاند احمد خان سیرت وايي، امنیتي ځواکونو له چاودېدونکيو توکو ډک یو موټر چې غوښتل یې د غزني ښار اړوند سیمه کې د پوځ پر یوه کمپ برید وکړي، په نښه کړی او چاودنه یې کړې.

سيرت وویل، دغه چاودنه کې ۷ امنیتي ځواکونه ټپيان شوي.