Asset 1SWN

سلام وطندار

غزني کې موټربم چاودنه کې یو کس وژل شوی او ۷ امنیتي ځواکونه ټپيان دي

70656139_2516519008409650_2629057624863145984_o-p1e28572wl49o2e4jmjopjblu27pet5g23t314msgk

 

د غزني د امنیې قومندانۍ ویاند احمد خان سیرت وايي، امنیتي ځواکونو له چاودېدونکيو توکو ډک یو موټر چې غوښتل یې د غزني ښار اړوند سیمه کې د پوځ پر یوه کمپ برید وکړي، په نښه کړی او چاودنه یې کړې.

سيرت وویل، دغه چاودنه کې ۷ امنیتي ځواکونه ټپيان شوي.

نوموړي زیاته کړه، موټربم چاودنه کې د یوه باروړونکي موټر چلونکی چې له سیمې تېرېده، وژل شوی دی.

د غزني د امنیې قومندانۍ ویاند همدارنګه وویل، طالبانو تېره شپه د غزني ښار دویمه حوزه کې هم پر ځینو امنیتي پوستو بریدونه کړي چې مرګ‌ژوبله نه لري.

طالبانو تراوسه دې برخه کې رسنیو ته څه نه دي ویلي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام