Asset 1SWN

د ننګرهار په شېرزادو کې موټربم چاودنه؛ ۱۴ سرتېري وژل شوي

20210130_103224-780x405

د ننګرهار چارواکي وايي، نن سهار شاوخوا پنځه بجې د دغه ولایت په شېرزادو ولسوالۍ کې د عامه نظم پر یوې قرارګاه موټربم چاودنه شوې. يوه حکومتي سرچينه چې نه غواړي نوم يې خپور شي سلام‌وطندار ته وايي، په دې چاودنه کې ۱۴ امنيتي ځواکونه وژل شوي او ۴ نور ټپيان دي.

د سرچينې په وينا، د امنيتي ځواکونو دغه قرارګاه ګندمک سیمه کې ده چې په بشپړه توګه ويجاړه شوې ده.

د ننګرهار د ولایتي شورا مرستیال اجمل عمر هم پېښه کې د ۱۴ سرتېرو د وژل کېدو او ځینو نورو ټپيانېدل تاییدوي او وايي، دغه موټربم برید له هغه نظامي هاموي ټانګ څخه په کار اخيستو شوی چې طالبانو له حکومته نیولی و.

اجمل عمر وايي، په دغه سیمه کې یو بل هاموي ټانګ چې له چاودېدونکیو توکیو ډک و او پر یوې بلې پوستې یې د برید پلان درلود، د امنیتي ځواکونو له لوري نیول شوی دی.

وسله‌والو طالبانو  د بريد مسووليت پر غاړه اخيستی.

شېرزاد د ننګرهار له ناامنه ولسوالیو ده چې په ډېری سیمو يې وسله‌وال طالبان حاکم دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام