Asset 1SWN

افغان ځواکونو پر کابل پوهنتون د برید یو بل طراح نیولی

Kabul-Nengarhar-p4qb84usltstryyz9l37twgqv68va7z9kzg710gi2w

د ننګرهار والي ضیاءالحق امرخېل وایي، د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو اچین ولسوالۍ کې عملیات کړي چې پر مهال يې د داعش ډلې غړی حضرت‌علي مشهور په ابوسعید اعظم له دوو نورو شکمنو کسانو سره یو ځای نیولی.

د نوموړي په وينا، نیول شوي کس د کابل پر پوهنتون د ډله‌ییز برید طرحه کولو ترڅنګ د داعش ډلې مشرانو او ان عراق، سوریې او بلجیم هیوادونو کې د داعش غړو سره اړیکې درلودې.

ننګرهار کې د صفر دوه قطعې هم یوه اعلامیه کې د یاد کس نیول کېدل تایید کړي.

د تېر کال لړم مياشتې پر دولسمه نېټه سهار مهال وسله‌والو بريدګرو پر کابل پوهنتون برید وکړ او ترهګرو پر محصلانو ډزې پيل کړې. د شمېرو له مخې، په دې بريد کې ۲۲ کسان ووژل شول او شاوخوا ۴۰ ټپيان شول؛ خو عيني شاهدانو ويل، د مرګ‌ژوبلې شمېرې لوړې دي.

که څه هم طالبانو دغه برید کې لاس لرل رد کړي او داعش یې مسوولیت منلی؛ خو افغان حکومت یې د طالبانو کار بولي.

له دې وړاندې د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح تېرکال عقرب میاشت کې پر کابل پوهنتون د برید د طراح د نیول کېدو خبر ورکړی و.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام