Asset 1SWN

ننګرهار کې غبرګې چاودنې؛ یو پولیس وژل شوی او څلور ټپیان دي

145375537_4041893565821139_2762857377305774662_o

د ننګرهار چارواکي وايي، نن سهار شاوخوا پنځه بجې د ننګرهار ولایت د خوږیاڼو ولسوالي اړوند په چمتلې سیمه کې د پولیسو پر یوې پوستې موټربم برید شوی چې تر اوسه ترې د یوه سرتېري د وژل کېدو او دوو نورو د ټپي کېدو خبر ورکړل شوی دی.

د ننګرهار ولایت د رسنیو دفتر د دغه خبر پخلی کړی او لیکلي یې دي چې ياد موټربم د یوه سراچه موټر په وسیله چې چاودېدونکي توکي په‌کې و، شوی دی.

د معلوماتو له مخې، په دغه برید کې د شاوخوا سيمې خلکو ته هم مالي زیانونه اوښتي او ښايي د اوښتې مرګ‌ژوبلې شمېرو کې هم بدلون راشي.

عام خلک وايي، د چاودنې غږ دومره دروند و چې د جلال‌اباد ښار په ځینو برخو کې هم اورېدل شوی دی.

بله‌خوا د ننګرهار د امنيې قومانداني وياند فريد خان وايي، نن سهار شاوخوا نهه بجې د جلال‌اباد ښار د درېيمي ناحیې په اړوند سيمه کې د درېيمي امنيتي حوزې د پوليسو پر یوې رېنجرې باندې د سړک غاړې ماين چاودنه شوې ده.

د نوموړي په وینا، په چاودنه کې د دغې حوزې دوه سرتېري ټپيان شوي دي. ویل کېږي چې په دغو چاودنو کې درې ملکیان هم ټپیان شوي، خو تر اوسه په رسمي ډول د ملکیانو ټپي کېدل نه دي تایید شوي.

تر اوسه د دغو بريدونو مسوولیت کومې وسله‌والې ډلې نه دی منلی.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې له ننګرهار نه هم د چاودنو، هدفي وژنو او ترورونو خبرونه ډېر شوي او نږدې هره ورځ په‌کې بېلابېلې امنیتي پېښې کېږي.

مرتبط با این خبر:

کلیدواژه‌ها: // // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام