Asset 1SWN

متقي د پاکستان سفیر ته: افغان کډوالو سره ناسم چلن د دواړو هېوادونو په زیان دی

ققققققققق

د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیااحمد تکل پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي کابل کې د پاکستان له سفیر عبیدالرحمن نظاماني سره کتلي دي.

امیرخان متقي په دې کتنه کې د پاکستان سفیر ته ویلي چې افغان کډوالو سره د دغه هېواد د پولیسو ناسم چلن د دواړو هېوادونو په زیان دی.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د یادونې وړ ده چې په دې وروستیو کې پر ټولنیزو رسنیو داسې ویډیوګانې خپرې شوې چې په‌کې پاکستاني پولیس دغه هېواد کې افغان کډوالو سره ناسم چلن کوي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دغو ویډیوګانو د ګڼ‌شمېر افغانانو او د بشر حقونو د ملاتړو بنسټونو پراخ غبرګونونه هم پارولي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام