د رُستاق ولسوالي اوسېدونکي: روغتون کې خدمتونه کم او کارکوونکي ناسم‌چلن کوي

د تخار رستاق ولسوالي چې نږدې ۴۰۰ کلي او ۴۰۰زره وګړي لري، د دغه ولایت له لومړۍ درجه ولسوالیو څخه شمېرل کېږي.

د یادې ولسوالي ډېری وګړي په لرو پرتو سیمو کې ژوند کوي او له یادو سیمو د دغه ولسوالي مرکزي روغتون روغتون د درملې لپاره ورځي، خو دغه روغتون کې له روغتیايي خدمتونه او امکانات شکایت لري.

د ا.ا د ځواکونو ناسم چلن په اړه شکایتونه؛ ټکور: ظالم به نیول کېږي

پر ټولنیزو رسنیو د ا.ا اړوند ځواکونو له لوري د یوه ځوان د وهلو ویډیو له خپرېدو وروسته، د پلازمېنې یوشمېر اوسېدونکي له خلکو سره د ا.ا د ځواکونو له ناسم چلن څخه شکایت کوي. د امربالمعروف و نهې‌عن المنکر وزارت ویاند عاکف مهاجر سلام وطندار ته وویل، دغه محتسب ټکسي چلوونکي ته د سپکاوي په تور د اسلامي امارت له‌خوا نیول شوی دی.

متقي د پاکستان سفیر ته: افغان کډوالو سره ناسم چلن د دواړو هېوادونو په زیان دی

د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیااحمد تکل پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي کابل کې د پاکستان له سفیر عبیدالرحمن نظاماني سره کتلي دي.

امیرخان متقي په دې کتنه کې د پاکستان سفیر ته ویلي چې افغان کډوالو سره د دغه هېواد د پولیسو ناسم چلن د دواړو هېوادونو په زیان دی.

د ا.ا د ځواکونو له ناسم چلن څخه د خلکو شکایت

د افغانستان پر بیارغونې د امریکا د څار ځانګړې ادارې یا سیګار مشر ویلي، افغانستان کې د مسلکي پولیسو نه موجودیت لامل شوی چې له ښځو سره ناسم چلن وشي.
د دې ادارې رییس جان سوپکو ایټالیا کې یوې غونډې ته د وینا پر مهال، د اسلامي امارت غړي خپل‌سري بللي او هغوی یې له نجونو او ښځو سره پر نامسلکي چلن تورن کړي دي. بله‌خوا یوشمېر افغانان هم شکایت کوي چې پولیس ورسره پر لویو لارو او ښار کې مسلکي چلن نه کوي.

ایران او ترکیې کې افغان کډوال د پولیسو له ناسم چلن څخه شکایت کوي

واک ته د اسلامي امارت تر رسېدو وروسته، ګن‌شمېر هېوادوالو کډوالۍ ته مخه کړه او د پاکستان، ایران او ترکیې پر لوري وغوځېدل.

دغو هېوادونو ته له تلو وروسته، اوس افغان کډوال له ګڼو ننګونو او ستونزو سره لاس او ګرېوان دي. افغان کډوال په دغو هېوادونو کې د توکو له لوړې بیې او د کار په بدل کې د لږو پیسو د ورکړې سربېره، د پولیسو له ناوړه چلن څخه شکایت کوي.