Asset 1SWN

د ا.ا د ځواکونو ناسم چلن په اړه شکایتونه؛ ټکور: ظالم به نیول کېږي

download

پر ټولنیزو رسنیو د ا.ا اړوند ځواکونو له لوري د یوه ځوان د وهلو ویډیو له خپرېدو وروسته، د پلازمېنې یوشمېر اوسېدونکي له خلکو سره د ا.ا د ځواکونو له ناسم چلن څخه شکایت کوي.

د کابل اوسېدونکی صالح محمد وايي، څو ورځې وړاندې د خیرخانې پنجصد فامیلي سیمه کې له خپل ورور سره یوځای د اسلامي امارت ځواکونو درولي او په زور یې د نوموړي له ورور څخه موبایل اخیستی چې په وینا یې، دې وضعیت سخت وځورول.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

نوموړي وویل: « څو شپې مخکې د پنجصد فامیلیو سیمه کې زه او ورور مې درولو او د ورور موبایل مې یې واخیست، ورته یې وویل چې کوډ یې خلاص کړه، ورور مې ورته ویل چې دې کې زما شخصي شیان دي، هغوی ټینګار کاوه چې باید خلاص کړي، ورور مې ورته کوډ خلاص کړ او د کورنۍ تصویرونه یې هم ولیدل او شخصي شیان یې هم ولیدل. موږ څه ونه ویل، که ویلي مو وایي، ملامتېدو او ښايي وهلي یې هم وای.»

تر دې مخکې هم د بلخ په مزارشريف ښار کې د اسلامي امارت امربالمعروف و نهې‌عن المنکر وزارت یوه محتسب یو ټکسي چلوونکی له دې امله وهلی و چې یوه ښځه یې له محرم پرته ټکسي کې کینولې وه.

د امربالمعروف و نهې‌عن المنکر وزارت ویاند عاکف مهاجر سلام وطندار ته وویل، دغه محتسب ټکسي چلوونکي ته د سپکاوي په تور د اسلامي امارت له‌خوا نیول شوی دی.

هغه وویل: «بلخ څخه چې موږ ته معلومات راورسېدل، په هغه وخت مو ریاست ته دنده ورکړه چې دغه محتسب د قانون منګولو ته وسپاري. که عام خلک د ا.ا له ځواکونو شکایت لري، د یاد وزارت د شکایتونو اورېدو څانګې ته مراجعه وکړي.»

له هېوادوالو سره د اسلامي امارت د ځواکونو د ناسم چلن په اړه له شکایتونو سره-سره د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدلنافع ټکور ټینګار کوي چې اسلامي امارت به هیچا ته اجازه ورنه‌کړي چې هېوادوالو ته زیان ورسوي.

هغه وویل: «هر څوک که پر هېواد‌والو ظلم وکړي د اسلامي امارت له لوري نیول کېږي او د قانون منګولو ته سپارل کېږي. دا کس څه د نظام دننه وي یا بهر وي اسلامي امارت به ورته اجازه ورنه کړي.»

په ورته وخت کې د ټولنیزو چارو کارپوهان وايي، له هېوادوالو سره د اسلامي امارت د ځواکونو هر ډول ناوړه چلن کولای شي، د ولس او حکومت ترمنځ واټن رامنځته کړي او د داخلي مشروعیت بحران لا پراخ کړي.

د ټولنیزو چارو کارپوه بسم الله یاوري وویل: «۲۰کاله خلکو افغانستان کې دموکراسي او ټولنیز فعالیتونه تجربه کړي او خلکو سره د اسلامي امارت ځواکونو چلن بدوی دی او حکومت اړ دی، که داخلي مشروعیت غواړي، د خلکو فکر، فرهنګ، لباس اخستلو او نورو برخو ته درناوی ولري.»

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د یادولو وړ ده چې وخت ناوخته لویو لارو او امنیتي چک‌پاینټونو کې خلکو سره د اسلامي امارت د ځواکونو ناوړه چلند څځه راپورونه ورکړل شوي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام