د امربالمعروف او نهې‌عن‌المنکر وزارت د اسلامي امارت ځواکونو پر وړاندې د ۲۱۴ شکایتونو د ثبت خبر ورکړ.

د دغه وزارت ویاند مهاجر عاکف نن کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل، دا شکایتونه د روان کال غبرګولي میاشت کې ثبت شوي چې ځینو ته یې رسېدنه شوې ده.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هغه وویل، د دغو شکایتونو له ډلې ۱۲ مورده یې د بندیانو، ۵ مورده د ځمکې غصب، ۶ د موټرو د ضبط او ۶۳ مورده یې هم د هېوادوالو په حقوقي چارو کې د اسلامي امارت د ځواکونو لاسوهنه ده.

د امربالمعروف او نهې‌‌عن‌المنکر وزارت ویاند زیاتوي، ۳۲ مواردو کې اړینې سپارښتنې شوي او ستونزې یې حل شوي او پاتې ۹۶ یې دشکایتونو د ثبت ادارې د تحلیل او څېړنې برخې ته استول شوي دي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

په همدې حال کې د امربالمعروف او نهې‌عن‌المنکر وزارت د شکایتونو اورېدو معین عبدالرحمان منیر وايي چې هېوادوال د اسلامي امارت د ځواکونو ناسم چلن سره د مخ کېدو په صورت کې دې خپل شکایتونه دې ادارې سره ثبت کړي.

د امربالمعروف او نهې‌‌عن‌المنکر وزارت د شکایتونو د ثبت اداره د روان کال کب میاشت کې د اسلامي امارت د ځواکونو له خوا د خلکو دځورونې د مخنیوي په موخه رامنځ ته شوه.

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام