د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور وايي چې د دغه وزارت په یوه جومات کې نننۍ چاودنې څلور کسان وژلي او ۲۵ نور یې ټپیان کړي دي.

ټکور وايي چې چاودنه نن ماسپښین شاوخوا یوه‌نیمه بجه شوې او په وینا یې، وژل شوي او ټپیان ټول لمونځ‌کوونکي وو. هغه د چاودنې د ډول او څرنګوالي په اړه څه نه وايي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د کورنیو چارو زوارت ټینګار کوي چې د چاودنې په اړه یې څېړنې پیل کړي او له پای ته رسېدو وروسته به یې پایلې له رسنیو سره شریکې شي.

که څه هم د کورنیو چارو وزارت تر دې مخکې ویلي و چې چاودنې له وزارت نه لرې په یوه فرعي جومات کې شوې، خو دغه وزارت کې یوې امنیتي سرچینې نن ماسپښین سلام‌وطندار ته ویلي و چې چاودنه د کورنیو چارو وزارت په جومات کې د جماعت پر مهال شوې ده.

د سرچینې په وینا، چاودنه هغه مهال وشوه چې لمونځ‌کوونکي د لمانځه په لومړي رکعت کې وو.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

کابل کې ایمیرجنسي روغتون هم له چاودنې وروسته پر ټویټر ولیکل چې د پېښې له ځایه ۲۰ کسان ور وړل شوي چې دوو یې مخکې له مخکې خپل ژوند له لاسه ورکړی و.

تراوسه کوم چا یا وسله‌والې ډلې د دغه برید مسوولیت پر غاړه نه‌دی اخیستی.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام