سبا په ۳۳ ولایتونو کې د کانکور ازموینه پیلېږي

د ازموینو ملي اداره وايي چې ټاکل شوې سبا (د تلې څوارلسمه، پنجشنبه) په ولایتونو کې د کانکور ازموینې پیل شي.
د دې ادارې په وینا، پرون یې د ګډونوالو د بایومټریک بهیر پیل کړی او نن یې هم دوام درلود.

د کورنیو چارو وزارت جومات کې چاودنه؛ څلور کسان وژل شوي او ۲۵ ټپیان دي

د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور وايي چې د دغه وزارت په یوه جومات کې نننۍ چاودنې څلور کسان وژلي او ۲۵ نور یې ټپیان کړي دي.
ټکور وايي چې چاودنه نن ماسپښین شاوخوا یوه‌نیمه بجه شوې او په وینا یې، وژل شوي او ټپیان ټول لمونځ‌کوونکي وو.
هغه د چاودنې د ډول او څرنګوالي په اړه څه نه وايي.

عبدالسلام حنفي: هېواد کې پنځه میلیونه کسان پر نشه‌يي توکو روږدي دي

عتیق‌الله د کابل ښار اوسېدونکی دی او له کلونو راهیسې نشه‌يي توکي کاروي. نوموړی څلور لورګانې او یو زوی لري. عتیق‌الله وايي چې څه موده یې د درملنې هڅې وکړه، خو د اقتصادي ستونزو له امله یې بېرته د نشه‌يي توکو کارولو ته مخه کړه.

کندهار کې د وزګارتیا له امله بهر ته د لوستو ځوانانو تګ زیات شوی

هېواد کې وزګارتیا، نامعلومه راتلونکې او اقتصادي ستونزې لامل شوي چې ډېری افغانان په ځانګړي توګه ځوانان له هېواد څخه د وتو په لټه کې شي.

هرات او نیمروز چې له ایران سره ګډه پوله لري هره ورځ پرې ګڼ‌شمېر ځوانان په قانوني او ناقانوني توګه دغه هېواد ته اوړي.

د استخباراتو ریاست: کونړ کې مو د داعش درې غړي ووژل

د استخباراتو لوی ریاست وايي چې کونړ کې یې د اسلامي دولت نومي ډلې یا داعش درې غړي وژلي دي.

دغه ریاست پرون سه‌شنبه د تل دولسمه پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې د کونړ د استخباراتو ریاست ځواکونو د دغه ولایت په شېګل ولسوالي کې د عملیاتو پرمهال د «معاویه» په نوم د داعش ډلې یو غړی له خپلو دوو همکارانو سره یوځای وژلي دي.