د ازموینو ملي اداره وايي چې ټاکل شوې سبا (د تلې څوارلسمه، پنجشنبه) په ولایتونو کې د کانکور ازموینې پیل شي.

د دې ادارې په وینا، پرون یې د ګډونوالو د بایومټریک بهیر پیل کړی او نن یې هم دوام درلود.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د ازموینو ملي ادارې ویلي چې د پلان له مخې به د تلې په ۱۴مه، ۱۵مه او ۱۶مه د هېواد په ۳۳ ولایتونو کې د کانکور ازموینې واخلي.

دې ادارې زیاته کړې چې د کابل ولایت د کانکور ازموینه په دویم پړاو کې ده او د د تلې میاشتې په ۲۱مه او ۲۲مه به واخیستل شي.

تراوسه په سږني کانکور ازموینه کې د ګډونوالو شمېر نه‌دی په ډاګه شوی.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام