د ازموینې ملي ادارې مسوولانو نن کابل کې د یوې خبري ناستې پرمهال وویل چې سږکال به د کانکور ازموینه په یوه پړاوو کې واخیستل شي. خو دې ادارې د کانکور ازموینې د کره نېټې په اړه معلومات ورنه کړل.

د ازموینې ملي ادارې سرپرست عبدالقدیر خموش د یادې ادارې د کلنۍ لاسته‌راوړنو په اړه د خپل راپور وړاندې کولو پرمهال وویل، دغه اداره په دې بریالۍ شوې چې له سرپرست حکومت څخه واحده بودیجه ترلاسه کړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

خموش زیاته کړه چې په تېر یوه کال کې دغې ادارې د ازموینو د فورمونو وېش له لارې د دولت خزانې ته نږدې ۸۸ میلیونه ۴۶۴زره او ۱۸۹ افغانۍ عواید راټول کړي.

په همدې حال کې د دې ادارې مصرف شوې بودجه ۸۶ میلیونه ۴۱۸ زره ۴۲۶ افغانیو ته رسېږي. د یادې ادارې د سرپرست په وینا، د ازموينې ملي ادارې ۲۲۲ بستونه درلودل چې دوی ۱۷۵ بستونو ته راټيټ کړي دي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د ازموینې ملي ادارې د راپور له مخې، په تېر کال کې د دې ادارې په بېلابېلو ازموينو کې ٧١٤٩٠  کسانو ګډون کړى و چې له ډلې یې ٤٧٩٠٧ نارينه او ٢١٩٦٣ يې ښځينه دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام