Asset 1SWN

د سږني کال لومړي پړاو کانکور ازموینه د نجونو له حضور پرته پیل شوه

7

د ۱۴۰۲ کال د کانکور ازموینې لومړی پړاو نن پنجشنبه د چنګاښ ۲۹مه د هېواد په ۱۱ ولایتونو کې د نجونو له حضور پرته پیل شو چې دوه ورځې «نن او سبا» به دوام وکړي.

د ازموینو ملي ادارې سرپرست عبدالباقي حقاني د لوګر مرکز پُل‌علم کې یوې خبري غونډې ته وویل چې د سږکال کانکور ازموینې لومړي پړاو کې لوګر، بامیان، دایکندي، غور، فاریاب، جوزجان، پکتیا، خوست، بغلان، سرپل او تخار ولایتونونه شامل دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

حقاني زیاته کړه چې سږکال کانکور ازموینې ته ۱۵۰زره زده‌کوونکو چې یوازې هلکان دي نوملیکنه کړې او له یاد شمېر څخه به یې ۱۰۷ زره د هېواد بېلابېلو پوهنتونونو ته جذب شي.

هغه وویل: «سږکال ۱۵۰زره کسانو کانکور ازموینه کې د ګډون لپاره نوملیکنه کړې چې له یاد شمېر څخه به ۱۰۷زره کسان بېلابېلو پوهنتونونو ته د لوړو او نیمه لوړو زده‌کړو لپاره جذب شي. سږکال کانکور په پنځه مرحلو کې اخیستل کېږي چې په لومړۍ مرحله کې په ۱۱ ولایتونو نن رسما پيل شو.»

بل‌خوا د لوګر د لوړو زده‌کړو موسسې ریيس شفیق‌الله شفقت وویل، سږکال د لوګر کانکور ازموینې ته ۲زره او ۳۲۳ زده‌کوونکو نوملکینه کړې چې ۲۲۰۰ کسانو یې په کانکور ازموینه کې ګډون کړی دی.

له یاد شمېر څخه به یوازې د لوګر د لوړو زده‌کړو موسسې ته ۱۱سوه د کرنې، ښوونې او روزنې پوهنځیو کې شامل شي.

نوموړي وویل: «لوګر کې شاوخوا ۲۳سوه کسانو د کانکور ازموینې لپاره نوملکینه کړې چې له ډلې یې ۲۲سوه کسانو د کانکو ازموینې لپاره بایومتریک شوي او سږکال به ۱۱ سوه زده‌کوونکي د لوړو زده‌کړو لپاره د لوګر د لوړو زده کړو موسسې ته جذب شي او امید شته چې سږکال به بې‌پایلو زده‌کوونکي ډېر کم وي.»

لوګر کې د کانکور ازموینې یو ګډونوال رفیع‌الله سلام‌وطندار ته وویل چې د کانکور ازموینې له ملي ادارې غواړي، څو ټول هېواد کې دغه ازموینه په شفافه توګه واخلي او پایلې یې ژر اعلان کړي.

نوموړي وویل: «خوښ یم چې سږکال د کانکور ازموینه کې ګډون کوم، هیله لرم چې د ازموینې اداره ټول هېواد کې په شفافه توګه د کانکور ازموینه واخلي او پایلې یې بې‌له ځنډه له ګډونوالو سره شریکې کړي.»

د ازموينو ملي ادارې ویلي، د سږکال کانکور ازموينه د يوې مياشتې موده کې د څه باندې سل زره داوطلبانو په ګډون څلورو پړاوونو کې اخیستل کېږي.

د ازموینو ملي اداره داسې مهال د نجونو له حضور پرته د سږکال کانکور ازموینې اخیستو بهیر پیل کړی چې يوشمېر نجونو زده‌کوونکو تر دې وړاندې سلام‌وطندار ته ویلي، د کانکور ازموينه کې د نجونو نه‌ګډون يوځل بیا مایوسه کړي دي.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

د یادونې وړ ده چې دا لومړی کال دی چې د کانکور ازموینه د نجونو له شتون پرته اخیستل کېږي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام