Asset 1SWN

نصیب‌خان: د هلمند کرېکټ لوبغالي د جوړېدو پاتې چارې به ژر پیل شي

image_750x_652cc63a82c4e

د افغانستان کرېکټ بورډ اجراییه مشر نصیب خان هلمند ته د خپل سفر پر مهال ژمنه کړې چې د یاد ولایت د کرېکت لوبغالي پاتې چارې به پیل کړي.

د نوموړي په وینا، په نږدې ورځو کې به د کرېکټ لوبغالي لېول کاري، د دوه وېکټو ترڅنګ به درې وېکټو، سایډ سکرین، سکوربوډ، د اوبه سېسټم ترڅنګ نورې چارې هم پیل کړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هغه همداراز ژمنه وکړه چې د نندارچیانو د ناستې ځای سربېره اکاډمي او د دویم ځل لپاره د لوبغالي لېول‌کاري هم بشپړه کړي.

د کرېکټ بورډ اجراییه مشر تېر کال دغه ولایت ته د یوه سفر پر مهال ژمنه کړې وه چې د کرېکټ لوبغالي چارې به پیلوي او ترڅنګ به یې د لوبغاړو روزنې لپاره اکاډمی هم جوړه کړي.

هغه په خپلو خبرو کې یادونه وکړه چې د اکاډمي ۹۰سلنه اداري چارې بشپړې شوي او په وینا یې، ډېر ژر به یې رغنیزې چارې پیل او بشپړې کړي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د افغانستان ډېری ولایتونه د کرېکټ معیاري لوبغالی او اکاډمی نه‌لري او لوبغاړي په غیرمعیاري او لوبغالو کې د کرېکټ لوبه کوي.

مرتبط با این خبر:

کلیدواژه‌ها: // // // // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام