Asset 1SWN

هلمند کي د کرېکټ شل اووره لوبې پیل شوې

هلمند

د هلمند د کرېکټ امریت مسوولان وايي چې دغه ولایت کې یې د کرېکټ غوره لوبغاړو د موندنې په موخه د کرېکټ شل اووره لوبې جوړې کړې دي.

دغه سیالۍ پرون یکشنبه د وږي ۱۹مه د هلمند مرکز لښکرګاه ښار مرکزي لوبغالي کې پیل شوي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

یادو شل اووره سیالیو کې به دولس لوبډلې د یوه بل پر وړاندې لوبې وکړي او ۲۵ ورځې به دوام ولري.

د هلمند د کرېکټ امر محمدذاکر عمري سلام‌وطندار ته ویلي، هڅه کوي هغه استعدادونه راپورته کړي چې راتلونکې کې د هلمند او افغانستان نوم پرې روښانه شي.

نوموړي دغه ولایت کې د کرېکټ لوبغاړو سره ژمنه وکړه چې د دوی د لوبې ودې او پرمختګ لپاره هڅې کوي او شته ستونزې به یې هواروي.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

د یادو سیالیو په لړ کې نن دوشنبه د وږي ۲۰مه شعیب‌خان او بُست اتلانو لوبډلو د یوه بل پر وړاندې لوبه وکړه چې د اتلانو په بریا سره پای ته ورسېده.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام