Asset 1SWN

نړیوال جام؛ د هند کرېکټ ملي لوبډله نن بنګلدېش سره لوبه کوي

large_Shreyas-Iyer-of-India-(Getty-Images)-17104168

د روان ۲۰۲۳ کال د یو ورځنیو سیالیو په نړیوال جام کې نن کوربه‌ هندۍ کرېکټ ملي لوبډله د بنګلدېش کرېکټ ملي لوبډلې سره لوبه کوي.

ټاکل شوې چې دغه لوبه نن پنج‌شنبه د اکتوبر ۱۹مه د هند د پونې په «مهاراشټرا کرېکټ لوبغالي» کې ترسره شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د هند کرېکټ ملي لوبډلې په روان نړیوال جام کې تر دې مهاله درې لوبې کړي چې درېوو کې یې بریا خپله کړې او له نیوزیلنډ وروسته د جدول په دویم ځای کې شتون لري.

هند وروستۍ لوبه کې خپل سیال پاکستان مات کړ او دغه لوبډله په ښه فام کې ښکاري. خو د بنګلدېش کرېکټ ملي لوبډلې بیا افغانستان ته له ماتې ورکولو وروسته خپلو وروستیو دوو سیالیو کې له ماتې سره مخ شوې ده.

بنګلدېش دا مهال په یوې بریا او دوو ماتو سره د جدول په شپږم ځای کې شتون لري. د بنګلدېش کرېکټ ملي لوبډلې په خپلو وروستیو پنځو یو ورځنیو سیالیو کې یوازې یوه لوبه ګټلې او پاتې یې بایللې دي.

هندۍ لوبډلې بیا یوازې یوه لوبه بایللې او څلورو کې یې بریا خپله کړې ده. د هند او بنګلدېش کرېکټ ملي لوبډلو ترمنځ په شویو وروستیو پنځو یو ورځنیو سیالیو کې بنګلدېش درې ځله هند ته ماته ورکړې ده.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

هند بیا دوه ځلې بنګلدېش مات کړی دی. د یادو سیالیو په لړ کې بېګاه د نیوزیلنډ کرېکټ ملي لوبډلې هند ته په ۱۴۹ منډو ماته ورکړه.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام