Asset 1SWN

افغانستان نن نړیوال جام کې له نیوزیلنډ سره لوبه کوي

GettyImages-1351832808-scaled

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډله نن د یو ورځنیو سیالیو نړیوال جام کې د نیوزیلنډ کرېکټ ملي لوبډلې سره لوبه کوي.

ټاکل شوې چې دغه لوبه نن چهارشنبه د اکتوبر ۱۸مه د هند د «ام‌اې چېډم‌بارام کرېکټ لوبغالي» کې ترسره شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

افغانستان او نیوزیلنډ له دې وړاندې د یو ورځنیو سیالیو په نړیوالو جامونو کې دوه ځله سره مخ شوي چې دواړه لوبې نیوزیلنډ ګټلې دي.

د نیوزیلنډ کرېکټ ملي لوبډله دا مهال د روان یو ورځنیو سیالیو نړیوال جام کې په درېوو بریا سره د جدول دویم ځای خپل کړی دی.

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې بیا په روان نړیوال جام کې له دوو پرله‌پسې ماتو وروسته خپله درېیمه لوبه کې انګلستان ته ستره ماته ورکړه. انګلستان د ۲۰۱۹ کال د یو ورځنیو سیالیو اتله لوبډله پاتې شوې ده.

افغان کرېکټ ملي لوبډلې په خپلو وروستیو پنځو یو ورځنیو سیالیو کې یوازې یوه لوبه ګټلې او پاتې یې بایللې دي. نیوزیلنډ بیا خپلې ټولې سیالي ګټلي.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

د یادو سیالیو په لړ کې بېګاه د نیدرلنډ کرېکټ ملي لوبډلې د سوېلي افریقا پیاوړې لوبډله له ماتې سره مخ کړه. دا لومړی ځل و چې نیدرلنډ د یو ورځنیو سیالیو نړیوال جام کې د اي‌سي‌سي‌ بشپړ غړیتوب لرونکي هېواد ته ماته ورکوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام