Asset 1SWN

سوېلي افریقا نن نړیوال جام کې نیدرلنډ سره لوبه کوي

TELEMMGLPICT000315261909_trans_NvBQzQNjv4BqpVlberWd9EgFPZtcLiMQf0Rf_Wk3V23H2268P_XkPxc

د سوېلي افریقا کرېکټ ملي لوبډله چې د هند په کوربه‌توب روان نړیوال جام کې یې ښکلې لوبې کړي، نن د نیدرلنډ کرېکټ ملي لوبډلې سره سیالي کوي.

دغه سیالي به نن سه‌شنبه د اکتوبر ۱۷مه د هند په «هېماچال پراډېش کرېکټ لوبغالي» کې ترسره شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

سوېلي افریقا په روان نړیوال جام کې تراوسه دوه لوبې کړي او پرله‌پسې دوه بریاوې لري چې نن د نیدرلنډ لوبډلې پر وړاندې هم برلاسې برېښي.

یادې لوبډلې لومړۍ سیالي کې سریلانکا او دویمه لوبه کې اسټرالیا له ماتې سره مخ کړل، خو نیدرلنډ بیا تراوسه خپلو کړیو ټولو لوبو کې له ماتې سره مخ شوې ده.

سوېلي افریقا له دې وړاندې له نیدرلنډ سره په مخ شویو وروستیو پنځو یو ورځنیو سیالیو کې څلور وار دې لوبډلې ته ماته ورکړې او یوه لوبه یې د باران له کبله بې‌پایلې پای ته رسېدلې ده.

خو سوېلي افریقا په خپلو وروستیو کړیو پنځو یو ورځنیو نړیوالو سیالیو کې کومه ماته نه‌لري او نیدرلنډ بیا درې بایللي او دوه یې ګټلې دي.

نیدرلنډ لوبډلې تېر کال د شل اووره سیالیو نړیوال جام کې سوېلي افریقا ته ماته ورکړه او دغه لوبډله یې له یادو سیالیو بهر کړه. نن لوبه کې به سويلي افریقا هڅه کوي، څو د هغې لوبې غچ بېرته واخلي.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

د هند په کوربه‌توب د روان نړیوال جام په بېګانۍ لوبه کې اسټرالیا د سریلانکا کرېکټ ملي لوبډلې ته ماته ورکړه او خپله لومړۍ بریا یې ترلاسه کړه.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام