Asset 1SWN

پکتيکا کې د کلپونو ترمنځ د کرېکټ سیالي پیل شوې

IMG-20220925-WA0010

د افغانستان کرېکټ بورډ د کورني کرېکټ څانګې پرون د تلې دویمه د پکتيکا په مرکز ښرنه کې د ۱۸ کلپونو ترمنځ د انټرکلپ رسمي سیالي پیل کړې.

د پکتيکا د کرېکټ امر شېردل دانش وایي، یادې سیالي به یوه میاشت دوام وکړي او د دې ولايت له بېلابېلو ولسواليو څخه به په‌کې د کرېکټ ۱۸ لوبډلې برخه ولري.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

شېردل دانش زیاته کړه چې هره ورځ به دوه سیالي کېږي او د یادو لوبو په پای کې به د زون په کچه لوبډلې ته غوره لوبغاړي وپېژندل شي چې د نورو ولایتونو له لوبډلو سره به د کرېکټ سیالي وکړي.

په دغو سیالیو کې لوبېدونکي لوبغاړي هم خوښ دي چې په دغه ولایت کې ورته رسمي لوبې برابرې شوي او په وینا یې، کولای چې د دې سیالیو له لارې خپله وړتیا وښيي.

سلام‌وطندار پر ټوېټر هم وڅارئ

د افغانستان کرېکټ بورډ ادارې له‌خوا پر پکتیکا سربېره د هېواد په یو‌شمېر نورو ولایتونو کې هم د روانې میاشتې پرمهال د رسمي کلپونو ترمنځ د کرېکټ سیالي پیل کړي چې موخه یې د غوره لوبغاړو پېژندل په ګوته کړي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام