د افغانستان بانک سبا «یوولس» میلیونه ډالر لیلاموي

د افغانستان بانک د افغانیو پر وړاندې د ډالرو د ارزښت ساتلو په موخه، سبا دوشنبه ۱۱ میلیونه ډالر بازار ته د لیلام په توګه وړاندې کوي.

د افغانستان بانک نن یکشنبه د تلې درېیمه پر خپله ټوېټرپاڼه له ټولو صرافانو او سوداګریزو بانکونو غوښتنه کړې چې په دغه داوطلبۍ کې ګډون وکړي.

نصیراحمد فایق د ملګرو‌ملتونو په عمومي غونډه کې له وینا کولو ډډه کړې

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولي سرپرست نصیراحمد فایق پرون د تلې پر دویمه پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي، د ملګرو‌ملتونو په ۷۷مه کلنۍ غونډه کې به وینا ونه کړي. فایق زیاته کړې چې افغانستان او میانمار به د تېر کال د هوکړې او مخینې ته په کتو چې د ملګرو ملتونو په غونډه کې یې وینا ونه‌کړه، سږکال به هم وینا ونه‌کړي.

روزګان کې زده‌کوونکې: که ښوونځي خلاص نشي، کورنۍ به مو کډه‌کولو ته اړ کړو

د روزګان مرکز ترينکوټ ښار کې یو‌شمېر نجونې زده‌کوونکې وايي، که هېواد کې له شپږم ټولکي پورته د نجونو ښوونځي همداسې تړلي وي، خپلې کورنۍ به اړ کړي، څو هغو هېوادونو ته کډه شي چې دا مهال په‌کې د نجونو ښوونځي پرانېستې دي.

روزګان کې يوه کس ځان‌وژنه کړې

روزګان کې یوې سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط، سلام‌وطندار ته ویلي چې بېګاه شپه د دغه ولایت په چنارتو ولسوالي کې یوه کس ځان‌وژنه کړې ده.

ا.ا د کابل له بېلابېلو سیمو څخه ۸۴۴۴ سوالګر ټول کړي

د اسلامي امارت د سرپرست حکومت چارواکي وايي چې د تېرې یوې میاشتې راهیسې یې د کابل ښار له بېلابېلو سیمو څخه ۸۴۴۴ سوالګر راټول کړي دي. د ریاست‌الوزرا د اقتصادي مرستیال دفتر نن یکشنبه د تلې درېیمه پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې د راټولو شو سوالګرو څخه ۵۷۷۹ یې ښځه دي چې تر ارزونې وروسته یې ۱۷۵۰ مستحقې او پاتې ۴۰۲۹ یې حرفوي سوالګرې پېژندل شوي دي.

ایران کې پراخ اعتراضونه؛ د بښنې نړیوال سازمان: تراوسه ۳۰ کسان وژل شوي

د بښنې نړیوال سازمان په ایران کې د روانو اعتراضونو په اړه په یوه راپور کې ویلي چې په روانو اعتراضونو کې تراوسه لږ تر لږه ۳۰ اعتراض کوونکي وژل شوي دي.

د بښنې نړیوال سازمان ټینګار کړی چې د اعتراضونو پرمهال د نورو وژل شویو کسانو په اړه څېړنه کوي او باور لري چې اصلي شمېرې تر دې هم لوړه دي.