Asset 1SWN

شمالي وزیرستان کې د چاودنې پرمهال دوه پاکستاني سرتیري وژل شوي

pakistan-afghanistan_c1c795fc-7cc9-11e7-ba32-a280bea68af6

پاکستاني رسنیو نن یکشنبه د وږي درېیمه راپور ورکړی چې د دغه هېواد د خېبرپښتون‌خوا په شمالي وزیرستان کې د یوې چاودنې پرمهال دوه پاکستاني سرتیري وژل شوي دي.

رسنیو د دغه هېواد د پوځ له قوله ویلي، چاودنه پرون ماښام د شمالي وزیرستان په ایشام سیمه کې د دغه هېواد پر پوځ شوې ده.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

خو سیمه کې ځینو سرچینو بیا رسنیو ته ویلي چې چاودنه د سړک غاړې ماین له امله رامنځته شوې او دوه سرتیري په‌کې وژل شوي دي.

تراوسه د دغې چاودنې مسوولیت کوم چا یا ډلې پر غاړه نه دی اخیستی. دا په داسې مهال ده چې په دې وروستیو کې د خېبرپښتون‌خوا په بېلابېلو سیمو کې د دغه هېواد پر پوځ بریدونه زیات شوي دي.

سلام‌وطندار پر ټوېټر هم وڅارئ

له دې وړاندې د روانې میلادي میاشتې په لومړیو کې هم په شمالي وزیرستان کې د یوه وسله‌وال برید پرمهال پنځه پاکستاني پوځیان وژل شوي وو.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام