Asset 1SWN

شمالي وزیرستان کې ځانمرګی برید؛ درې سرتیري وژل شوي او ۲۲ ټپیان دي

7052E026-3C83-407C-BB93-FF51CE9DB45B_cx0_cy6_cw0_w1080_h608_s

د پاکستان د خېبرپښتونخوا ایالت په میرلي سیمه کې د ځانمرګي برید له کبله درې کسان وژل شوي او ۲۲ نور ټپیان دي.

پاکستاني رسنیو نن یکشنبه د سلواغې ۲۳مه راپور ورکړی چې ځانمرګي بریدګر خپل زرنج موټرسایکل د امنیتي ځواکونو له موټرو سره جنګولی چې له امله یې یاده مرګ‌ژوبله رامنځته شوې ده.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د راپورونو له مخې، په ټپیانو کې ۱۵ کسان د ماړي پټرولیم کمپنۍ کارکوونکي او اووه کسان یې د اېف‌ سي ځواک اړوند سرتیري دي. په وژل شویو کې هم د دې کمپنۍ او اېف سي ځواک غړي شامل دي.

تراوسه د دغه برید مسوولیت کوم چا یا ډلې پر غاړه نه دی اخیستی. په  روان ۲۰۲۳ کال کې شمالي وزیرستان کې دا لومړی ځوانمرګی برید دی چې ترسره کېږي. تېر ۲۰۲۲ کال کې دغه سیمه کې نهه ځوانمرګي بریدونه شوي وو.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

 دغه برید داسې مهال کېږي چې په دې وروستیو کې د پاکستان په خېبرپښتونخوا او بلوچستان ایالتونو کې وسله‌وال بریدونه او چاودنې زیاتې شوې دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام