په روزګان ولایت کې د دوو کورنیو ترمنځ د شخصي دښمنۍ له امله درې کسان وژل شوي دي.

د روزګان د امنیې قومنداني مسوولان وايي چې د دغه ولايت د چهارچينو ولسوالي په تګاب سيمه کې د شخصي دښمنۍ له امله ۳ کسان وژل شوي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د امنيه قومنداني وياند اغاولي قریشي سلام‌وطندار ته ویلی چې پېښه د دوو کورنیو د شخصي دښمنۍ له امله رامنځته شوې ده.

نوموړي زیاته کړه چې څو ورځې وړاندې یوې کورنۍ د بلې کورنۍ درې کسان له ځان سره بیولي وو چې د اسلامي امارت ځواکونو پرون د دوی جسدونه موندلي دي.

د اغاولي قریشي په وینا، په دغه پېښه کې ښکېل ۱۵ کسان د اسلامي امارت د ځواکونو له لوري نیول شوي دي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دا په داسې مهال ده چې په دې وروستيو کې د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې د شخصي دښمنۍ، غچ اخیستنې او د ځمکې پر سر د شخړو له امله نښتې زیاتې شوې چې پرمهال یې یو‌شمېر کسان وژل شوي او ټپیان شوي هم دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام