روزګان کې محلي سرچینو سلام‌وطندار ته ويلي چې په دغه ولایت کې د ځمکې پر سر د شخړې له امله یو کس وژل شوی او پنځه نور ټپیان دي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، دا پېښه پرون د روزګان ولایت په دهراوود ولسوالي کې رامنځته شوې ده.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د سرچینې په وینا، د درېيو ټپيانو روغتيايي حالت نازک ښودل شوى چې يو يې د ترینکوټ ولایتي روغتون او دوه نور کندهار ولايت ته لېږدول شوي دي.

د روزګان محلي مسوولانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

له دې مخکې هم په یوشمېر ولایتونو کې د ځمکې پر سر ورته پېښې رامنځته شوي دي چې خلکو ته یې مرګ ژوبله هم اړولې ده.

پدې خبر پورې اړوند:

کلیدواژه‌ها: //

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام