د پکتیا ځايي چارواکي وايي چې د دغه ولایت د مرکز ګردېز ښار اړوند په سعادت خېلو کلي کې د پخوانۍ شخصي دښمنۍ له امله یوه کس دوه ورونه وژلي دي.
د پکتیا ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رییس خالقیار احمدزي سلاموطندار ته وویل چې پېښه د ۲۵ کاله پخوانۍ شخصي دښمنۍ له امله رامنځته شوې ده.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
احمدزي زیاته کړه چې د وژل شویو وروڼو د کورنۍ غړي وایي چې پخوانۍ بدي يې په خپل وخت هواره کړې ده او شوی برید ورباندې ښکاره تېری دی.
په ورته مهال د قاتل کس کورنۍ بیا وايي چې پخوانۍ دښمني یې نه وه، هوارې شوې او دوی خپل غچ اخیستی دی. دغه کورنۍ وايي چې پلار یې ۲۵ کاله وړاندې وژل شوی چې دوی د خپل پلار له قاتلانو څخه اوس غچ واخیسته.
د پکتیا د اطلاعاتو او فرهنګ رییس زیاتوي چې امنیتي ځواکونه په خپل وخت د پېښې ځای ته رسېدلي، خو قاتل له سیمې تښتېدلی او د دې پېښې په تړاو یو بل کس نیول شوی دی.
دا په داسې مهال ده چې له دې وړاندې هم د پکتیا ولایت سربېره د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د شخصي دښمنۍ له امله دواړو لوریو ته مرګژوبله اوښتې ده.