Asset 1SWN

کونړ کې د وسله‌وال برید په پایله کې ۴ کسان وژل شوي او ۱۰ نور ټپیان دي

272193762_5135467689797049_2451532794583577413_n

د کونړ سیمه‌ییز مسوولان وایي چې ناپژنده وسله‌‌والو نن له غرمې مخکې د دغه ولایت په نرنګ ولسوالي کې پر یو موټر ډزې کړي چې په پایله کې څلور تنه وژل شوي او لس نور ټپیان دي.

د کونړ د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولوي نجيب الله حنيف وايي دا پېښه د شخصي دښمنۍ له امله رامنځ ته شوې ده.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هغه وايي، امنيتي ځواکونو د پېښې له ځای څخه يو بريدګر هم  په ټپي حالت کې نيولى دى.

په همدې حال کې د کنړ ځايي اوسېدونکي وايي چې په دې پېښه کې د اسلامي امارت منسوبینو ته هم زیان اوښتی.

د اطلاعاتو او فرهنګ رییس هم د اسلامي امارت منسوبینو ته اوښتى زیان مني خو په دې اړه یې نور جزیات ورنکړل.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام