بېګاه ماښام د ننګرهار ولایت مرکز جلال‌اباد ښار اړوند په پنځمه حوزه کې ناپېژنده وسله‌والو د سید معروف سادات په نوم د یوه خبریال په ګډون درې کسان وژلي دي.

د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمېټې راپور ورکړی چې سید‌معروف سادات د یوه خپلوان په موټر کې ناست وو او د هغوی د کور پر لورې په لاره وو چې له یوې رېکشې څخه ناپېژنده وسله‌والو پرې برید کړی او وژلی یې دی. د کمېټې د راپور پربنسټ، د سادات خپلوان د طالبانو له غړو څخه وو.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې ویلي چې په دغه پېښه کې دوه طالبان هم وژل شوي دي. همداراز په دغه برید کې بیا د سید‌معروف سادات زوی او دوه ملکیان ټپیان شوې دي. دغې کمېټې له طالبانو غوښتنه کړې چې دغه پېښه دې په جدي توګه وڅېړي.

تراوسه د یاد برید مسوولیت کوم چا یا ډلې پر غاړه نه دی اخیستی.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د خبریالانو پر وړاندې تاوتریخوالی زیات شوی دی. دوه اوونۍ وړاندې د سلام‌وطندار راډیو خبریال او اېډېټر محمد‌علي احمدي خپل کور ته پر لاره له وسله‌وال برید سره مخ شو او پر پښه سخت ټپي شو.

د سلام‌وطندار پر خبریال وسله‌وال برید له ګڼو کورنیو او بهرنیو غبرګونونو سره مخ شوی دی. د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره پر محمد‌علي احمدي وسله‌وال برید په افغانستان کې د اطلاع رسونې پر وړاندې ستر ګواښ بللی وو.

د افغانستان د خبریالانو مرکز په یوې خبرپاڼه کې پر احمدي وسله‌وال برید غندلی او ویلي یې وو چې دغه برید د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي او ګواښ د زیاتېدو ښکارندوي کوي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

له دې وړاندې د سلام‌‌وطندار راډیو یو بل خبریال شکېب سیاووش کابل کې د یوه لاریون د خبري پوښښ پر مهال طالبانو پورې اړوند کسانو له لوري وهل او ډبول شوی وو او د یادې رسنۍ یو بل خبریال ظفر مومند هم په همدغه ورځ د څو ساعتونو لپاره د طالبانو له لوري بندیان شوي وو.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام