خوست کې د دوو کورنیو شخړه کې یو کس وژل شوی او شپږ نور ټپیان دي

د خوست د امنیې قومانداني وياند طاهر احرار وايي، دا پېښه تېر ماښام شپږنیمې بجې د دغه ولايت د مرکز اړوند د لکڼو په کوړيانو کلي کې شوې ده.
د نوموړي په وینا، په پېښه کې يو ځوان چې تازه له طب پوهنځي څخه فارغ شوی و، وژل شوی او د دواړو لوريو شپږ کسان ټپيان شوي دي.

بامیان کې یوه ۱۳کلن هلک ځان‌وژنه کړې

د بامیان امنیتي مسوولان وايي، د دغه ولایت په مرکز «بامیان ښار» کې یوه ۱۳کلن هلک ځان‌وژنه کړې ده.

د بامیان د والي ویاند فرزان سیغاني سلام‌وطندار ته ویلي، پېښه شنبه د غبرګولي ۱۳مه د بامیانو ښار «زرګران» سیمه کې رامنځته شوې ده. هغه د یادې ځان‌وژنې د لاملونو او انګېزې په اړه څه نه دي ویلي، خو یوې سرچینې سلام‌وطندار ته ویلي، دغه هلک د خپلې کورنۍ غړیو سره تر لفظي شخړې وروسته ځان‌وژنه کړې.

غور کې د دوو کورنیو ترمنځ د شخړې له کبله یو ماشوم وژل شوی

د غور امنیتي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د دوو کورنیو ترمنځ د رامنځته شوې شخړې په پایله کې یو ماشوم وژل شوی دی.

د غور امنیتي مسوولانو په وینا، پېښه د یاد ولایت د پسابند ولسوالي اړوند سیمه کې پرون جمعه د غبرګولي پنځمه رامنځته شوې چې له کبله یې یو ۱۲کلن ماشوم وژل شوی دی.

پکتیکا کې د دوو کورنیو ترمنځ د شخړې له امله اووه کسان وژل شوي

د پکتیکا محلي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د دوو کورنیو ترمنځ د رامنځته شوې شخړې په پایله کې اووه کسان وژل شوي دي.

د پکتیکا د والي ویاند ثناالله معصوم سلام‌وطندارته ویلي چې پېښه پرون جمعه د وري ۲۵مه د یاد ولایت د خیرکوټ ولسوالي د «پاینده‌خېلو» کلي کې رامنځته شوې ده.

فاریاب کې د څړځای پر سر شخړه کې درې کسان وژل شوي

د فاریاب امنیتي مسوولانو سلام‌وطندار ته ویلي چې د دغه ولایت په دولت‌اباد ولسوالي کې دوو کورنیو د څړځای پر سر شخړه کړې چې له کبله یې درې کسان وژل شوي دي. دا پېښه پرون د دولت‌اباد ولسوالي په «شور دریا» سیمه کې شوې ده. 

تخار کې د مېنو او ځمکو پر سر شخړه؛ څلور کسان ټپیان شوي

د تخار په خواجه‌ بهاالدین ولسوالي کې باوري سرچینو سلام‌وطندار ته ویلي، دې ولسوالي ته له پاکستانه بېرته راغلو کورنیو له دوو ورځو راهیسې په «شورتوغي» او «ګلبهار» سیمو کې خلک له کورونو وباسي او تراوسه یې له «ګلبهار» سیمې نه له ۵۰ ډېرې کورنۍ اېستلې دي.