Asset 1SWN

پکتیکا کې د دوو کورنیو ترمنځ د شخړې له امله اووه کسان وژل شوي

c151b0d7-033d-4f2a-8034-3f91944e2a50

د پکتیکا محلي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د دوو کورنیو ترمنځ د رامنځته شوې شخړې په پایله کې اووه کسان وژل شوي دي.

د پکتیکا د والي ویاند ثناالله معصوم سلام‌وطندارته ویلي چې پېښه پرون جمعه د وري ۲۵مه د یاد ولایت د خیرکوټ ولسوالي په «پاینده‌خېلو» کلي کې رامنځته شوې ده.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د نوموړي په وینا، پېښه کې له یوه لوري دوه مېرمنې، دوه ماشومان او له بل لوري بیا یو نارینه، یوه مېرمن او یوه نجلۍ وژل شوي دي.

تراوسه د یادې پېښې د رامنځته کېدو لامل او انګېزه نه ده روښانه، خو د پکتیکا د والي ویاند زیاته کړه چې سیمې ته امنیتي ځواکونه رسېدلې او پلټنې روانې دي.

بل‌خوا په خیرکوټ ولسوالي کې یوې سرچینې بیا سلام‌وطندار ته ویلي، هغه کور چې یاده پېښه په‌کې رامنځته شوې د اسلامي امارت ځواکونو له‌خوا کلابند دی او څوک د پېښې ځای ته نږدې نه ورپرېږدي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دغه پېښه داسې مهال رامنځته کېږي چې له دې وړاندې هم دغه ولایت او د هېواد په یوشمېر نورو ولایتونو کې هم ورته پېښې رامنځته شوي چې مسوولان یې لامل تر ډېره کورنی تاوتریخوالی یادوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام