د پکتیا امنیې قومنداني ویاند عمر بدري وايي، پرون مازدیګر د دغه ولایت په څمکنیو ولسوالي کې د ځمکې پر سر د شخړې له امله یو کس وژل شوی دی.
د بدري په وینا، د دوو «تره زامنو» ترمنځ پر شریکه ځمکه د جوارو د حاصل پر سر شخړه شوې چې یو کس پهکې وژل شوی دی.
د پکتیا د امنیې قومنداني ویاند زیاته کړې چې وژل شوی کس د خپل د تره زوی لهخوا د توپانچې په وسیله وژل شوی. هغه همداراز ویلي، قاتل له سیمې تښتېدلی او د نیولو هڅې یې روانې دي.
دا په داسې مهال ده چې له دې وړاندې هم په دغه ولایت کې د ځمکې پر سر د شخړې له کبله نښتې شوي چې پرمهال مرګژوبله هم رامنځته شوې ده.