پکتیکا کې د دوو کورنیو ترمنځ د شخړې له امله اووه کسان وژل شوي
د پکتیکا محلي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د دوو کورنیو ترمنځ د رامنځته شوې شخړې په پایله کې اووه کسان وژل شوي دي.
د پکتیکا د والي ویاند ثناالله معصوم سلاموطندارته ویلي چې پېښه پرون جمعه د وري ۲۵مه د یاد ولایت د خیرکوټ ولسوالي د «پایندهخېلو» کلي کې رامنځته شوې ده.