څلور ورځې کېږي چې د هرات ښار په دروازو کې سخته جګړه روانه ده او د هرې ورځې په تېرېدو د دغو نښتو  لمن د هرات ښار په لوري د خورېدو په حال کې ده.

د هرات حوزوي روغتون د مسوولانو په وینا، په تېرو څلورو ورځو کې د هرات ښار په بېلابېلو سیمو په ځانګړې توګه د «پلُ مالان» سیمه کې د ۵ ملکیانو په ګډون ۲۴ نظامیان وژل شوي او د ۱۰۰ ملکیانو په ګډون ۱۷۵ کسان هم ټپیان شوي دي.

 د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د هرات حوزوي روغتون سرطبیب محمدعارف جلالي سلام‌وطندار ته وایي چې په ټپیانو کې ۱۰ماشومان او ۷ مېرمنې شاملې دي. هغه زیاته کړه چې په راوړل شویو تپیانو کې ډېری ولسي پاڅونوال دي. په ورته مهال د هرات حوزوي روغتون سرطبیب زیاتوي چې د ټپیان وضعیت د ډاډ وړ دی.

دا په داسې حال کې ده چې له بېګاه شپې راهیسې وسله‌وال طالبان د پلُ مالان سړک له لارې د کندهار دروازې ته نږدې شوي دي.

په همدې حال کې د هرات والي عبدالصبور قانع چې د جګړې په لومړۍ کرښه کې دی، وایي چې د هرات په بېلابېلو سیمو کې د امنیتي ځواکونو او ولسي پاڅونوال چاڼیز عملیات روان دي او طالبان یې د  هرات ښار  په یو‌شمېر برخو کې په شا تمبولي دي.

د هرات د والي په خبره، کومانډو ځواکونه د هوایي ډګر له لارې هرات ښار ته ننوتلي او د هرات-کندهار لویې لارې دواړو خواوو سربېره یې د پشتون پلُ سیمې د طالبانو له شتون څخه پاک کړی دی.

هغه وویل: «د هرات اوسېدونکو ته ډاډ ورکوم، چې زمونږ په شمول امنیتي او دفاعي ځواکونه د جګړې لومړۍ کرښه کې دي، د هرات ښار څخه حفاظت کوي، هرات ښار به هېڅ کله هم سقوط ونه کړي.»

په همدې حال کې د ولسي مقاومت حرکت مشر محمد اسماعیل خان له والي او امنیتي مسوولینو سره یو ځای د طالبانو پر وړاندې د جګړې لومړۍ کرښه کې جنګېږي. هغه ډاډ ورکوي چې طالبانو ته اجازه نه ورکوي، چې هرات ښار ته دننه شي.



ورته وخت کې د هرات نظامي شورا د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره له خلکو غوښتي چې د هرات ښار شمال، اوومې، څوارلسمې، دوویمې او درېیمې حوزو سربېره، انجیل ولسوالي، کبابیانو او مناردار پُل سیمو کې د امنیتي ځواکونو د چاڼیزو عملیاتو د پیل له امل دې خپلو کورونو کې پاتې شي او بهر دې تګ راتګ نه کوي.

دې سره، د ښار او د انجیل او ګذرې ولسوالیو ښوونځي هم د امنیتي ګواښونو له کبله تر بل خبر پورې ځنډول شوي دي.

بل‌خوا له هلمند او کندهار ولایتونو څخه هم رپوټونو کې ویل شوي چې بېګاه شپه د دغو ولایتونو په مرکزونو کې د طالبانو او امنیتي ځواکونو ترمنځ نښتې زیاتې شوي دي.

په ولسي جرګه کې د هلمند د خلکو استازی غلام‌ولي افغان وايي، له بېګاه شپې راهیسې پر امنیه قومندانۍ، ولایت مقام، لومړۍ امنیتي حوزې او د لښکرګاه پر زندان سختې نښتې روانې دي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

هغه وویل: «په هلمند ولایت کې ډېره شدیده جګړه روانه ده، لښکرګاه کې امنیه قومانداني، لومړۍ امنیتي حوزه، ولایت مقام او زندان تر شدید امنیتي ګواښ لاندې دي، او هلته اوس هم ډېر شدیده جګړه روانه ده. دهلمند ولسونه له ډېر سخت مشکل سره مخامخ دي، د هلمند د ولسونو جدې غوښتنه د مرکزي حکومت څخه داده چې ترڅو دې ولایت ته ځانګړې او تازه نفسې قطعات ولېږي.»

د کندهار روغتیايي مسوولان هم کندهار ښار کې د جګړو زیاتېدو څخه اندېښنه ښيي او وايي، د امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ د نښتو له امله میرویس حوزوي روغتون ته د ورځې تر لسو پورې ټپیان لېږدول کېږي.

د هغوی په وینا، کندهار ښار کې د بېګاه شپې د نښتو له امله هم ۳ جسدونه او ۱۳ ټپیان میرویس روغتون ته لېږدول شوي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام