Asset 1SWN

بغلان کې یو هلک د فوټبال لوبې پر سر د شخړې له امله وژل شوی

Baghlanprovince

د بغلان امنیتي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې یو تنکی‌ ځوان د فوټبال لوبې پر سر د شخړې له امله وژل شوی دی.

د بغلان د امنیې قومنداني د رسنیو برخې مسوول شېراحمد برهاني سلام‌وطندار ته ویلي چې د دغه ولایت د مرکزي بغلان ولسوالي «د قند فابریکې په شپږم سړک» سیمه کې د دوو ځوانانو ترمنځ د فوټبال لوبې پر سر شخړه شوې چې له امله یوه ځوان بل پر ډبره ویشتی او وژل شوی دی.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

په ورته مهال د مرکزي بغلان ولسوالي کې روغتیايي چارواکي وايي چې دغه ځوان یې د ښې درملنې لپاره کندوز ته لېږلی و چې همالته یې د ټپونو له امله ساه ورکړې ده.

سلام‌وطندار پر ټوېټرپاڼه هم وڅارئ

د بغلان د امنیې قومنداني د رسنیو برخې مسوولان زیاتوي چې قاتل نیول شوی او دا مهال د مرکزي بغلان ولسوالي امنیې قومنداني کې تر نظارت لاندې دی.

مرتبط با این خبر:

کلیدواژه‌ها: // // // // // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام