Asset 1SWN

ناپېژنده کسانو په لوګر کې د یوه ځوان سر پرې کړی

Lugarrr

په لوګر کې روغتیايي مسوولان وايي، پرون (د غبرګولي څلورمه، د پنجشنبې ورځ) د دغه ولایت د مرکز پل‌علم ښار په دېوالګي سیمه کې د شاوخوا یوه ۳۰ کلن ځوان مړی موندل شوی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د لوګر د عامې روغتیا ریاست د رسنیو څانګې مسوول فهیم‌الله لودین سلام‌وطندار ته ویلي چې امنیتي ځواکونو پرون د یاد ځوان مړی د دغه ریاست د عدلي طب څانګې ته سپارلی دی.

هغه زیاتوي چې یاد ځوان د سختې شکنجې له کبله وژل شوی دی. لودین ټینګار کوي، که د یاد ځوان خپلوان پیدا نه‌شي، د پل‌علم ښاروالي به یې مړی خاورو ته وسپاري.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د لوګر امنیتي مسوولانو تر اوسه په دې اړه څه نه‌دي ویلي. د راپورونو پر بنسټ، دا لومړۍ پېښه نه‌ده، بلکې تر دې وړاندې هم د ښځو او ماشومانو په ګډون، یوشمېر افغانان د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د ورته مرموزو پېښو قرباني شوي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام