د لوګر محلي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د بېلابېلو وسله‌والو بریدونو پرمهال د یوې مېرمنې په ګډون درې کسان وژل شوي دي.

د یاد ولایت د امنیې قومنداني ویاند احمدالله انس سلام‌وطندار ته ویلي چې ناپېژنده وسله‌والو د مرکز پل‌علم ښار په «التمور» او حصارک سیمو کې په جلا جلا پېښو کې یو کس او یو موټر چلوونکی په ډزو وژلي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

انس زیاته کړه چې نن سهار په یوې بله پېښه کې بیا د مرکز پل‌علم ښار اړوند «دهنه رېګ» سیمه کې یوه ۳۰ کلنه مېرمن هم په مرموز ډول وژل شوې ده. هغه زیاته کړه چې د وژل شوې مېرمنې قاتل نیول شوی او د پاتې پېښو په تړاو امنتي ځواکونه پلټنې کوي.

د لوګر مرکز پل‌علم د «التمور» سیمې یوه اوسېدونکي خیال نبي سلام‌وطندار ته ویلي چې پرون ماښام مخ پټو وسله‌والو د خدای دوست په نوم یو کس په ډزو وژلی او د پېښې له ځایه تښتېدلي دي.

بل‌خوا د مرکز پل‌علم ښار یو بل اوسېدونکی نورالله وايي چې پرون ماښام ناپېژنده وسله‌والو د ابراهیم په نوم یو موټر چلوونکی د خپل کور مخې ته وژلی او د پېښې له ځایه تښتېدلي دي. په ورته مهال نوموړی همداراز وايي چې نن سهار په دهنه رېګ سیمه کې هم یوه مېرمن په مرموز ډول وژل شوې ده.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دغه پېښې پر داسې مهال دي په دې وروستیو کې دغه ولایت کې جینايي پېښې زیاتې شوي او د یاد ولایت اوسېدونکي له حکومت غواړي چې د داسې پېښو مخه ونیسي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام