ناپېژنده وسله‌والو بېګاه شپه په لوګر ولایت کې د یوې کورنۍ څلور غړي وژلي دي.

د مرکز پل‌علم ښار اوسېدونکي وایي چې بېګاه شاوخوا ۸:۳۰ د پل‌علم ښار د «ښاروال څلورلارې» کې ناپېژنده وسله‌وال یوې نانوايي ته ننوتي او څلور کسان یې وژلي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د پېښې یوه عیني شاهد محمد‌جاوید سلام‌وطندار ته ویلي چې په دغه پېښه کې درې وروڼه ځای پر ځای وژل شوي او د نانوايي یوه شاګرد روغتون په لاره ساه ورکړې ده.

نوموړي زیاته کړې چې وژل شوي کسان د یوې کورنۍ غړي او د لوګر ولایت د خوشي ولسوالي اوسېدونکي دي.

په ورته مهال د پل‌علم ښار یوه بل اوسېدونکي صدیق‌الله بیا وايي چې وسله‌وال دوه کسان وو او یوه نانوايي کې پر شته کسانو د توپانچې ډزې کړي چې له امله یې درې ورونه او یو د تره زوی وژل شوي دي.

هغه زیاته کړه چې وژل شوي کسانو له چاه سره شخصي دښمني نه لرله او د اهل تشیع له ډلې څخه وو.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د لوګر د اطلاعاتو او فرهنګ رییس رفېع‌الله صمیم سلام‌وطندار ته یوازې د پېښې پخلی وکړ او زیاته یې کړه چې د پېښې په تړاو پلټنې روانې دي چې وروسته به یې له رسنیو سره شریکې کړي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام