افغانستان د جنسيتي ناانډولۍ له پلوه تر ټولو ټيټه کچه کې دی

د نړیوال اقتصادي فورم د ۲۰۲۲ کال لپاره د جنسیتي نړیوال شاخص په اړه تازه رپوټ کې ویلي، د نارینه‌وو تر واک لاندې او محافظه کاره ټولنه کې د ښځو لپاره د مناسب فرصت نه‌شتون له امله افغانستان نړۍ کې د جنسیتي ناانډولۍ تر ټولو ټیټه کچه کې دی. ا.ا بیا ویلي، ښځې د ټولنې بېلابېلو برخو کې د پام وړ فعالیت لري.

افغانستان کې د خوراکي توکو د بیو لوړوالی؛ سور صلیب: خلک د پېر توان نه‌لري

د سره صليب نړیوالې کمېتې په خپل یوه تازه راپور کې ویلي چې په افغانستان کې د ا.ا د واکمنۍ راهیسې د لومړنيو اړينو توکو بيې دوه برابره شوي او ډېری افغانان يې د پېر توان نه لري. د دغه سازمان په راپور کې راغلي چې افغانستان کې د خوراکي توکو بیې په ځانګړې توګه د اوړو بیې ۶۸ سلنه لوړې شوې دي.

لوګر کې ناپېژنده وسله‌والو د یوې کورنۍ څلور غړي وژلي

د مرکز پل‌علم ښار اوسېدونکي وایي چې بېګاه شاوخوا ۸:۳۰ د پل‌علم ښار د «ښاروال څلورلارې» کې ناپېژنده وسله‌وال یوې نانوايي ته ننوتي او څلور کسان یې وژلي دي.

د پېښې یوه عیني شاهد محمد‌جاوید سلام‌وطندار ته ویلي چې په دغه پېښه کې درې وروڼه ځای پر ځای وژل شوي او د نانوايي یوه شاګرد روغتون په لاره ساه ورکړې ده.