ناپېژنده وسله‌والو بېګاه شپه په کابل ښار کې دیني عالم او د سلفي علماوو رییس سردار ولي ثاقب په خپل کور کې وژلی دی.

د نوموړي کورنۍ رسنیو ته ویلي چې سردار ولي ثاقب بېګاه ناوخته په یوه وسله‌وال برید کې وژل شوی دی. د کابل امنیتي مسوولانو تراوسه د مولوي سردار ولي ثاقب د وژنې په اړه څه نه دي ویلي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د مولوي ثاقب په هکله ویل کېږي چې په سیاست کې یې ډېره ونډه نه درلوده، خو د دیني عالم او مفتي په حیث یې پراخ شهرت درلود.

نوموړی د ننګرهار د شېرزادو ولسوالي د نکړ‌خېلو سیمې اوسېدونکی و. مولوي ثاقب له اوږدې مودې راهیسې د جلال‌اباد په نارنج باغ سیمه کې یوه دیني مدرسه درلوده چې ګڼ شمېر زده‌کوونکي یې درلودل.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

تراوسه کوم چا یا ډلې د نوموړي د وژنې مسوولیت پر غاړه نه دی اخیستی.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام