په نورستان ولایت کې د یوه کلي اوسېدونکو هغه مهال یو پړانګ وژلی چې د یوه ځایي کلیوال پر څارویو یې حمله کړې وه.
دغه پېښه بېګاه شپه د یاد ولایت په واما ولسوالي کې رامنځ ته شوي ده.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د نورستان د چاپیریال ساتنې ادارې سرپرست سرتاج الدین وایي، پړانګ د یوه کلیوال د «اوزو» انګړ ته ورغلی او پر څارویو يې حمله کړې، خو خلکو ته د زیان ور اړونې، له ویرې پرې دغه کلیوال ډزې کړي او پرانګ يې وژلی دی.
نوموړی وایی، پړانګ یوشمېر څارویو ته هم زیان اړولی دی.
سرتاج الدین وویل چې موضوع یې له ولایت مقام سره شریکه کړې او له هغه کس سره به قانوني چلند کېږي چې پړانګ یې وژلی دی.
نورستان د هېواد په کچه یو له هغه ولایتونو دی، چې ګڼ ځنګلونه لري او بېلابیل ډوله وحشي ژوي په کې ژوند کوي او کله نا کله یې ځينې کلیوالو سیمې ته کوزېږي چې د وېرې له کبله د ځایي خلکو له غبرګون سره مخامخ کېږي.
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
له دې وړاندې په ټولنیزو رسنیو کې هم داسې ویډیوګانې خپرې شوې وې چې په بدخشان ولایت کې یو پړانګ پر مېږو« پسونو» برید کړی.