د جوزجان امنیتي مسوولان وايي چې له دغه ولایت څخه د تښتول شوي کس جسد یې سرپل کې پیدا کړی دی. ناپېژنده کسانو دغه کس له جوزجان تښتولی و او سرپل کې یې وژلی دی.
د جوزجان د امنیې قومنداني د جنايي مدیریت د کشف امر شمسالله وثیق ویلي چې پېښه پرون پنجشنبه رامنځته شوې ده.
وژل شوی کس عبدالهادي نومېده، ۳۰ کلن و او د جوزجان مرکز شبرغان ښار د «قرهکینت» کلي اوسېدونکی و.
وثیق وايي چې ناپېژنده وسلهوالو تېره ورځ عبدالهادي نومی کس لومړی له «کوک ګنبد» کلي تښتولی او وروسته یې وژلی دی.
د جوزجان د امنیې قومنداني د جنايي مدیریت د کشف امر زیاته کړې چې د دغه کس جسد یې د سرپل مرکز «امام جعفر» کلي کې پیدا کړی او کورنۍ ته یې سپارلی دی.
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
د شمسالله وثیق په وینا، د یادې پېښې انګېزه او لامل نه دی روښانه، خو زیاتوي چې په اړه یې څېړنې روانې دي.
دغه پېښه داسې مهال کېږي چې تېره ورځ هم جوزجان کې یو کس د ناپېژنده وسلهوالو له لوري وژل شوی و.