Asset 1SWN

پروان کې ناپېژنده وسله‌والو یو کس وژلی

ولایت-پروان

د پروان امنیتي مسوولان وايي چې د دغه ولایت په جبل‌السراج ولسوالي کې ناپېژنده وسله‌والو یو کس وژلی دی.

د پروان د امنیې قومنداني ویاند محمدکامران حبیبي د یاد خبر د تایید ترڅنګ سلام‌وطندار ته ویلي، بېګاه شپه ۸:۳۰ د جبل‌السراج ولسوالي اړوند ګلبهار کلي کې د ناپېژنده وسله‌والو له‌خوا یو کس وژل شوی دی.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د نوموړي په وینا، یاد کس هغه مهال د ناپېژنده وسله‌والو تر برید لاندې راغلی چې غوښتل یې د خپلې ترور کې لاړ شي. وسله‌وال کسان له برید وروسته له سیمې تښتېدلې دي.
د پروان د امنیې قومنداني ویاند همدارزا زیاته کړه چې د پېښې په اړه یې پلټنې پیل کړي دي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دا په داسې مهال دی چې له دې وړاندې هم دغه ولایت او نورو ولایتونو کې ورته پېښې رامنځته شوي چې مسوولان یې لامل تر ډېره شخصي دښمني او کورني تاوتریخوالی ښيي.

مرتبط با این خبر:

کلیدواژه‌ها: // // // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام