پروان کې ناپېژنده وسله‌والو یو کس وژلی

د پروان امنیتي مسوولان وايي چې د دغه ولایت په جبل‌السراج ولسوالي کې ناپېژنده وسله‌والو یو کس وژلی دی.

د پروان د امنیې قومنداني ویاند محمدکامران حبیبي د یاد خبر د تایید ترڅنګ سلام‌وطندار ته ویلي، بېګاه شپه ۸:۳۰ د جبل‌السراج ولسوالي اړوند ګلبهار کلي کې د ناپېژنده وسله‌والو له‌خوا یو کس وژل شوی دی.

پر افغان ښځو د لګېدلیو بندیزونو لرې کولو په اړه د ۲۳ هېوادونو غوښتنه

د ښځو د پیوستون له نړۍ‌والې ورځې سره هم‌مهاله د سیمې او نړۍ د ۲۳ هېوادونو او اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو وزیرانو په یوه ګډه خبرپاڼه کې چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له لوري خپره شوې، له ا.ا څخه په‌کې غوښتنه شوې چې افغانستان کې پر ښځو لګېدلي بندیزونه پای ته ورسوي.

بلخ کې ځانمرګی برید؛ د والي په ګډون درې کسان وژل شوي

د بلخ امنیتي مسوولان وايي چې نن پنج‌شنبه د کب ۱۸مه د یوه ځانمرګي برید پر مهال د یاد ولایت والي «محمدداوود مزمل» وژل شوی دی.

د بلخ د امنیې قومنداني ویاند محمداصف وزیري وايي، چاودنه نن له غرمې مخکې د ولایت مقام کې دننه رامنځته شوې او د یاد ولایت والي وژل شوی دی. تراوسه کوم چا یا ډلې د یادې چاودنې مسوولیت نه دی منلی.

د افغانستان بانک راتلونکې شنبه «۱۵» میلیونه ډالر لیلاموي

د افغانستان بانک وايي، راتلونکې شنبه د کب ۲۰مه «۱۵» میلیونه ډالر د لیلام په توګه بازار ته وړاندې کوي.
دغه بانک نن پنج‌شنبه د کب ۱۸مه پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي، د «افغانۍ» ارزښت ساتنې او ثبات لپاره به راتلونکې شنبه «۱۵» میلیونه ډالر لیلام کړي. د افغانستان بانک ویلي، د داوطلبۍ ګټونکي باید خپل حسابونه د لیلام د ورځې تر پایه تصفیه کړي.