د پروان ولایت په غوربند دره کې د امنیتي ځواکونو پر پوستو د وسله‌والو طالبانو له پراخو بریدونو وروسته، د دغې سیمې لسګونو اوسېدونکو وسله‌ پورته کړې او د امنیتي ځواکونو سره یوځای د طالبانو پر وړاندې د جګړې لپاره د لومړۍ کرښې پر لور روان شوي دي.

د پروان والي فضل‌الدین عیار سلام‌وطندار ته وایي چې جهادي مشرانو، د ولسي جرګې وکیلانو او د ولایتي شورا غړو د امنیتي ځواکونو او له نظام څخه د ملاتړ په موخه د غوربند په دره کې خلک راټول کړي، څو د طالبانو پر وړاندې جګړه وکړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هغه وویل: «د شمالي سیمې مشران چې حاجي رحماني هم پکې ونډه لري سره راټول شوي، د مجاهدینو له شورا نیولې، تر وړو او لویانو پورې ټولو وسله‌ پورته کړي او د امنیتي ځواکونو او د نظام او وطن څخه د ساتنې په موخه سره یوځای شوي دي. د هېواد په هره سیمه کې چې اړتیا وي دغه کسان هلته تلو ته چمتو دي او د خپلې خاورې او ملي ګټو ساتنه به کوي.»

د امنیتي ځواکونو څخه د ملاتړ په موخه په پروان ولایت کې د خلکو دغه راټولېدنه او وسله پورته کول وروسته له هغې پیل شول چې په ولسي جرګه کې د دغه ولایت د خلکو استازي عبدالظاهر سالنګي په غوربند دره کې د جګړې له لومړۍ کرښې څخه لیدنه وکړه.



په همدې حال کې د سالنګي وایي، د محلي مسوولانو سره په همغږۍ او د امنیتي ځواکونو د مورال د  لوړولو لپاره یې د ولس د راټولېدو هڅې پیل کړي دي.

له دې سره سم د چارو یو‌شمېر شنونکي پر حکومت نیوکه کوي چې د اړتیا پر وخت له دغه ولس څخه ګټه اخلي او چې حکومت خپلې موخې ته ورسېږي، نو دغه پاڅونوال زوروي او مشران یې د امنیتي ځواکونو له لوري نیول کیږي.

د چارو شنونکی عایل شب‌روز وایي، دغه پاڅونوال سره د حکومت چلن لنډمهاله دی او اړتیا یې چې پوره شي، دغه کسان بیا په نظام کې ځای نه لري.

نېږدې یوه میاشت کېږي چې وسله‌والو طالبانو له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو له اعلان وروسته د هېواد پر یو‌شمېر ولایتونو بریدونه پراخ کړي او په دې موده کې یې ۵۰ولسوالۍ تر خپل کنټرول لاندې راوستي دي.

د وسله‌والو طالبانو دې بریدونو ته په کتو د پروان ولایت محلي مسوولانو د دغه ولایت د ولسوالیو د سقوط د ګواښ له وېرې د طالبانو پر وړاندې د ودرېدو لپاره د عام ولس د راپاڅېدو لپاره هڅې ګړندۍ کړي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام